ads

امریکا او ناټو له افغانستان څخه د سرتېرو وتلو اعلان وکړ

د امریکا جمهور رییس جوبایډن پرون شپه ناوخته په سپینه ماڼۍ د خبرو پر مهال ویلي چې تر دې وروسته په افغانستان کې نه شي پاتې کېدای او د سپټمبر تر ۱۱مې به ټول امریکایي سرتېري له افغانستان څخه وباسي.

محمدخان بریال
26 وری 1400
امریکا او ناټو له افغانستان څخه د سرتېرو وتلو اعلان وکړ

ده زیاته کړې چې له افغانستان سره به مرستو ته دوام ورکړي، خو په خبره یې دا مرستې به په نظامي بڼه نه وي.
د هغه په وینا، اوس هغه وخت دی چې افغان سرتېري باید د جګړې بشپړ مسولیت پر غاړه واخلي او په وینایې، متحده ایالاتونه په افغانستان کې خپلو هدفونو ته رسېدلي دي.
د امریکا د حکومت له دې پړېکړې سره پر یو وخت ناټو هم له افغانستان څخه خپلو ځواکونو د وتلو اعلان وکړ او په رسمي اعلامیه کې یې ویلي چې د مې میاشتې له لومړۍ نېټې سره پر یو وخت له افغانستان څخه د ځواکونو ایستلو لړۍ پیلوي.
په اعلامیه کې زیاته شوې چې د افغانستان مسله له نظامي لارو نه حل کېږي او د سرتېرو د ایستلو وخت رارسېدلی دی.
دا په داسې حال کې ده چې د ځینو افغان سیاستوالو په ګډون ګڼ نور امریکایان له افغانستان څخه د بهرنیو سرتېرو د وتلو پرېکړې اندېښمن کړي دي.
د افغانستان د ولسي جرګې رییس میرالرحمن رحماني تېره ورځ د دې جرګې غونډې ته په خبرو کې وویل، د امریکایي او ناټو سرتېرو وتل به په هېواد کې د کورنۍ جګړې لامل شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA