ads

افغان حکومت د امریکایي سرتېرو د وتلو هرکلی کړی

د افغانستان جمهور رییس محمد اشرف غني د امریکا حکومت د هغې پرېکړې هرکلی کړی چې د سپټمبر پر ۱۱مه به ټول امریکایي سرتېري له افغانستان څخه ووځي.

محمدخان بریال
26 وری 1400
افغان حکومت د امریکایي سرتېرو د وتلو هرکلی کړی

نوموړي تېره شپه له جوبایډن سره په ټلیفوني خبرو کې دا څرګندونې کړې دي.
جمهور رییس پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې د امریکا له جمهور رییس جوبایډن سره یې ټلیفوني خبرې کړې او د امریکایي سرتېرو وتلو په اړه یې د هغه پرېکړه ستایلې ده.
ده زیاته کړې چې تر دې وروسته به د امریکا، ناټو او افغانستان تر منځ د همکاریو نوی پړاو پیل شي.
هغه په ورته وخت کې د افغان سرتېرو وړتیاوو ته په کتو ویلي چې دغه ځواکونه په بشپړه توګه له افغانستان څخه د دفاع وړتیا لري.
که څه هم افغان حکومت د امریکا د دې پرېکړې هرکلی کوي، خو ځینې افغان او امریکایي سیاستوال او نظامیان د بهرنیو سرتېرو وتلو اندېښمن کړي دي.
د دوی په وینا، که بهرني سرتېري افغانستان پرېږدي، هېواد به یو ځل بیا له کورنیو جګړو سره مخ شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA