پاینل لوبه د مندوزیو او اسماعیل خېلو لوبډلو ترمنځه ترسره شوه، د اسماعیل خېلو لوبډله په دې وتوانېده چې وروستۍ بریا د ځان په ګټه کړي.
د دغوسیالیو ترتیبوونکی د ولایتي شورا مرستیال حبیب خان تڼیوال وایي، موخه یې د ځوانانو ترمنځ یوالی او د نشه یي توکو سره مبارزه ده.
بلخوا لوبغاړي دا ډول سیالۍ د ټولنیز پیغام په لیږدونه او د ځوانانو ترمنځ د اړیکو په پراختیا کې مهمې بولي.
دوه تنه لوبغاړي حضرت بلال او نوراحمد غوښتنه کوي چې دا ډول سیالۍ دې نورې هم برابرې شي، څو ښه استعدادونه پکې راڅرګند شي.
بلخوا، د خوست مرکز اړوند د لکڼو په سیمه کې هغه پسرلنی ټورنمنټ چې ۴۵ ورځې وړاندې د ۳۰ لوبډالو ترمنځ پیل شوی وو، په پای لوبه کې د چينې بریال لوبډله د سرکیو بوړیو لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره د د سیالیو ګټونکی شوه.
د یادونې ده چې تیره جمعه هم پدې ولایت کې د کمال خان بند په نوم د کریکټ د ملي لوبغاړو ترمنځ د خوست د کریکټ په ملي لوبغالي سیالي ترسره شوه، چې زرګونه خلک یې نندارې ته راغلي وو.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ