ads

د استانبول ناسته د اپرېل پر ۲۴مه کېږي

ترکیې، قطر او ملګرو ملتونو د سه‌شنبې پر ورځ ناوخته د استانبول سولې ناستې نېټه په ډاګه کړه.

منصور یوسفزی
25 وری 1400
د استانبول ناسته د اپرېل پر ۲۴مه کېږي

ټاکل شوې دا ناسته د اپرېل پر ۲۴مه پيل شي او د ۱۰ ورځو لپاره به دوام وکړي.
دوی په يوې ګډې اعلامیې کې ويلي، د يو خپلواک او ازاد افغانستان ملاتړ ته ژمن دي او د دې ناستې موخه په افغانستان کې يوې سياسي حل‌لارې ته د رسېدو په هدف د دوحې مذاکراتو ته چټکتيا ورکول دي.
افغان حکومت بيا د استانبول د سولې ناستې او د نېټې د رسمي اعلان هرکلي کوي.
د جمهور رییس د وياند مرستيال محمد اميري کليد ته وويل، د استانبول ناسته يو ښه فرصت دی او حکومت د سولې په تړاو د ټولو فعاليتونو او هڅو هرکلي کوي.
اميري وويل:
«دا خو واضح خبره ده چې حکومت د سولې اړوند د ټولو فعاليتونو او هڅو هرکلی کوي، جمهور رییس محمد اشرف غني هم وار وار ويلي چې د استانبول ناسته ښه فرصت دی.»
دا نېټه پر داسې مهال اعلانېږي چې د واشنګټن پوسټ د راپور له‌مخې، امريکا به خپل ټول پوځيان د د سپمټر تر يوولسمې له افغانستانه وباسي.
طالبانو که څه هم تر دې مخکې د استانبول په ناسته کې د ګډون يا نه ګډون په تړاو خپل رسمي دريځ نه و اعلان کړی، خو د امريکايي سرتېرو د وتلو موضوع په غبرګون کې يې بيا ويلي، تر هغه چې ټول بهرني پوځيان له افغانستانه بهر نه‌شي، نو د افغانستان په اړه به په هېڅ کنفرانس کې ګډون ونه کړي.
د چارو شنوونکي بیا په دې اړه بېلابېل نظرونه لري.
د سياسي چارو شنوونکی امين‌الله شارق وايي، ترکیه کوربه هېواد دی او له تخنيکي او لوجستيکي پلوه یې د چمتووالی اعلان کړی، خو مهمه دا ده چې د دې ناستې اصلي او مهم اړخونه د ګډون لپاره چمتو دي او کنه؟
هغه کليد ته وويل، د طالبانو ډله د سولې مذاکراتو مهم اړخ ده او که په‌دې ناسته کې ګډون ونه‌کړي، نو فکر نه‌کوي چې کومه پايله دې ولري او يا دې هم دا ناسته جوړه شي.
د شارق په خبره، ستونزمنه ده چې امريکا د استانبول تر ناستې پورې د خپلو پوځيانو د پاتې کېدو په تړاو طالبانو سره کومې هوکړې ته ورسېږي.
هغه وويل:
«ترکيه د يو کوربه هېواد په توګه چمتو ده چې د اپرېل پر ۲۴مه دې هلته کنفرانس وشي، خو مهمه خبره دا ده چې مهم اړخونه ايا په دغه غونډه کې د ګډون لپاره چمتو دي او ګډون کوي او يا نه؟ که طالبان په دغه غونډه کې ګډون ونه‌کړي، نو فکر نه‌کوم چې دا غونډه دې کومه پايله ولري.»
د سياسي چارو بل شنوونکی عين‌الدين بېک بيا وايي، طالبان د دوحې تړون پر عملي کېدو ډېر ټينګار کوي او کله چې د ترکیې ناستې لپاره ځي، نو غواړي چې هماغه تړون عملي شي.
د بېک په خبره، که طالبان پر دې معتقد وي چې په افغانستان کې د امريکايي پوځيانو د شتون په پايله کې په مذاکراتو کې برخه‌ نه‌اخلي، نو دا مذاکرات دې هم شپږ مياشتې وروسته وشي.
د هغه په خبره، د ملګرو ملتونو په شمول هغه هېوادونو چې پر طالبانو نفوذ لري، که خپل فشارونه پر دې ډلې زيات کړي، نو دا ناسته به وشي.
بېک کليد ته وويل:
«که چېرې طالبان په خپلې دې خبرې معتقد وي چې دوی تر هغه مهاله مذاکره نه‌کوي، څو يو امريکايي هم دلته پاتې وي، نو بيا دې دا غونډه هم شپږ مياشتې وروسته وشي، خو ښايي د ملګرو ملتونو په شمول هغه هېوادونو چې پر طالبانو نفوذ لري، خپل فشارونه پر دې ډلې زيات کړي او که هغوی پرېکړه کړي وي چې دا ناسته کېږي، نو بيا کېږي.»
پر دې سربېره پخوانی طالب چارواکی سيد اکبر اغا بيا وايي، فکر نه‌کوي چې په ټاکلې نېټه د استانبول ناسته جوړه شي او طالبان هم په‌کې ګډون وکړي.
دی که څه هم باوري نه‌دی چې طالبان به په‌ دې غونډه کې ګډون وکړي، خو بيا هم ټينګار کوي، که طالبان ګډون هم وکړي، نو ګډون به یې ډېر کمزوری وي.
اکبراغا کليد ته وويل:
«زه خپله فکر نه‌کوم چې لس ورځې وروسته دې د ترکیې ناسته جوړه شي او يا دې طالبان هم په‌کې ګډون وکړي، که دوی ګډون هم وکړي، نو ډېر کمزوری ګډون به‌وي.»
په کور دننه هم د استانبول ناستې لپاره د يو داسې واحدې تر پر جوړېدو کار روان دی چې د حکومت له ادرسه دې ناستې ته وړاندې شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA