د دغه ولایت د امنیه قومنداني ویاند فرید خان وایې، امنیتي ځواکونو تېره ورځ په تورخم ښارګوټي کې د پلټنو پر مهال په یو ټېلر موټر کې په ۲۶ بورۍ دالو کې ځای پرځای شوي ۶۸۹ کیلوګرامه چاودېدونکي توکي، چې له پاکستان څخه جلال اباد ته را لېږدول کېدل، کشف او ترلاسه کړي.
د ده په خبره، په دې تړاو دوه تنه نیول شوي هم دي.
فرید خان وایي، نیول شوو کسانو په خپلو جرمونو اعتراف کړی او اوسمهال په امنیه قومنداني کې تر پوښتونو لاندې دي.


