په ختیځ کې د ۲۰۱ سیلاب قول اردو مرستیال ویاند سید مقصود صاحبزاده وایې، له تیرو دوو میاشتو راهیسې د ملي اردو په مشرۍ د افغان ګډو ځواکونو له لوري د ننګرهار په حصارک او شېرزادو ولسوالیو کې یې د وسله والو طالبانو د ځپلو په هدف چاڼيز عملیات پیل کړي، چې پرمهال یې۲۲۵ وسله وال طالبان وژل شوي او ۹۸ نور ژوبل شوي دي.
صاحبزاده وایې، د یادو عملیاتو په ترڅ کې یې ۵۰۰ کړۍ ماینونه، چې د وسله والو طالبانو له لوري په لارو او عامه ځایونو کې ځای پر ځای شوي وو، کشف او له منځه وړي دي.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ويلي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


