ads

په فراه کې موټربم برید ۲۴ تنو ته مرګ ژوبله واړوله

د فراه ولایت امنیتي چارواکي په موټر بم برید کې د ۲۴ ملکي وګړو د مرګ ژوبلې خبر ورکوي.

محمدخان بریال
25 وری 1400
په فراه کې موټربم برید ۲۴ تنو ته مرګ ژوبله واړوله

د یاد ولایت د امنیه قومندانۍ مطبوعاتي مسول فاروق حضرتي کلید ته وویل، دا موټر بم برید پرون مازدیګر مهال د فراه مرکز اړوند پر یوې امنیتي پوستې شوی.
د هغه په خبره، په ترسره شوي موټر بم برید کې ۲۰ ملکي وګړي او دوه امنیتي سرتېري ټپیان شوي او د یو ماشوم په ګډون دوه نور وژل شوي دي.
دی زیاتوي چې د څلورو ټپیانو روغتیایي حالت د اندېښنې وړ ښودل شوی دی.
که څه هم امنیتي چارواکي دا د وسله والو طالبانو کار بولي، خو دې ډلې تر اوسه په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی.
د برید مسولیت هم کومې ډلې نه دی منلی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA