هغه زیاته کړه، که څه هم بهرني سرتېري به پر ټاکل شوې نېټه افغانستان پرېږدي، خو په وینا یې، دا په دې مانا نه ده چې ګواکي له افغانستان سره به بهرنۍ مرستې پرې شي، بلکې مرستې به په بل ډول دوام پیدا کړي.
دا څرګندونې پر داسې مهال مطرح کېږي چې د افغان سیاستوالو په ګډون ګڼو بهرنیانو هم له افغانستان څخه د بهرنیو سرتېرو د وتلو په تړاو اندېښنه څرګنده کړې ده.
ټاکل شوې چې د راتلونکې سپټمبر میاشتې تر ۱۱مې ټول امریکایي سرتېري له افغانستان څخه بهر شي.


