طالبان پر داسې مهال دا غبرګون ښيي چې د جوبایډن د تازه پرېکړې له مخې به امریکایي سرتېري د سپټمبر میاشتې پر ۱۱مه له افغانستان څخه وځي.
واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د جوبایډن د پلان جزیات خپاره کړي او زیاته کړې یې ده چې ټاکل شوې نن به د امریکا جمهور رییس په دې اړه خپل پلان اعلان کړي.
دا نېټه به پر نیویارک او پنټاګون د القاعدې د بریدونو ۲۰مه کلیزه وي او داسي ښکاري چې بایډن غواړي پر همدې سمبولیکه ورځ په افغانستان کې خپل پوځي حضور پایته ورسوي.
ټاکل شوې وه چې د دوحې د تړون له مخې ټول بهرني سرتېري د روان میلادي کال تر مې میاشتې افغانستان پرېږدي، خو اوس دا نېټه د سپټمبر ۱۱مې ته ځنډول شوې.


