د دې ادارې په خپاره شوي تازه راپور کې راغلي چې سږکال د تېر کال همدې مودې په پرتله د مرګ ژوبلې کچه ۲۹ سلنه ډېروالی ښیي.
راپور کې د ملکي مرګ ژوبلې د ۶۱ سلنې مسوولیت پر طالبانو او نورو دولت ضد وسله والو ډلو اچول شوی او د ۲۷ سلنې مرګ ژوبلې مسوول یې بیا افغان دولت بلل شوی دی.
افغان دولت تر اوسه یاد راپور ته غبرګون نه دی ښودلی، خو طالبانو بیا دا راپور رد کړی او افغان دولت یې د ډېری ولسي مرګ ژوبلې مسوول بللی دی.


