اعلامیه زیاتوي چې افغان حکومت او د طالبانو استازي به په دې ناسته کې برخه واخلي.
په اعلامیه کې راغلي چې د دې ناستې ګډ سمبالوونکي یو خپلواک او یو موټي افغانستان ته ژمن دي.
د سرچینې په وینا، د افغان سولې په تړاو د استانبول غونډې هدف په دوحه کې د بین الافغاني مذاکراتو بهیر چټکول، له دغه بهیر سره مرسته کول او په افغانستان کې یو دوامداره سیاسي جوړجاړي ته رسېدل دي.
د دې ناستې ګډونوال وایي، تمه لري چې دا ناسته به ټولو لوریو ته یو مهم فرصت ورکړي چې د یو ټولشموله سولې، ثبات او هوساینې لپاره له افغانانو سره مرسته وکړي.
د افغانستان د سولې په تړاو د دې غونډې نېټه پر داسې مهال اعلانېږي چې حکومت ورته د بشپړ چمتوالي خبر ورکړی.
طالبانو لاهم په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی، خو تر دې وړاندې یې د یادې میاشتې پر ۱۶مه نېټه په دې ناسته کې خپل ګډون رد کړی و.


