د افغانستان د ولسي جرګې رییس میر الرحمن رحماني د سپټمبر پر ۱۱مه له افغانستان څخه د امریکایي سرتېرو د وتلو په غبرګون کې وایي چې د امریکایي سرتېرو وتلو په اړه د دغه هېواد د جمهور رییس جوبایډن تصمیم نامسولانه دی او زیاتوي چې د بهرنیو سرتېرو د وتلو شرایط نه دي برابر شوي.
د ده په وینا، اټکل شته چې د امریکایي سرتېرو وتل په هېواد کې د کورنیو جګړو لامل شي او افغانستان به یو ځل بیا د ترهګرۍ په جغرافیې بدل شي.
نوموړي د امریکا له حکومت وغوښتل چې شرایطو ته په کتو له افغانستان څخه د وتلو تصمیم ونیسي.
خو په ورته وخت کې یو شمېر نور وکیلان بیا په هېواد کې د امریکایي سرتېرو له شتون سره مخالف دي او زیاتوي، هغه کسان چې د امریکایي سرتېرو وتلو ته اندېښمن دي، قراردادونه یي له ګواښ سره مخ دي.
په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو استازي عبدالروف شپون د دې جرګې په نننۍ غونډه کې د امریکا پر حکومت غږ وکړ چې ژر تر ژره خپل سرتېري له افغانستان څخه وباسي.
دا غبرګونونه پر داسې مهال راپورته کېږي چې د امریکایي رسنیو د معلوماتو له مخې به امریکایي سرتېري د څو نورو میاشتو لپاره هم په افغانستان کې خپل ماموریت ته دوام ورکړي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


