ads

د سولې طرحه او راپارېدلي غبرګونونه

د افغانستان د ملي مصالحې د عالي شورا له خوا د سولې هوکړه لیک د افغان دولت د مشرتابه غبرګونونه راپارولي دی. د جمهوري ریاست دویم مرستیال د دې طرحې یوه برخه د امریکا له ورکړل شوې طرحې سره ورته ګڼلې او ويلي يې دي چې د دې طرحې ټول عناصر په هغو تعدیلاتو او اصلاحاتو سره تایید شوي چې پوښتنه زېږوونکې ایسي او د شورا نوښت تر پوښتنې لاندې راولي.

کلید
24 وری 1400
د سولې طرحه او راپارېدلي غبرګونونه

پرون د ملي مصالحې عالي شورا د سولې هوکړه لیک مهمې برخې رسنیو ترلاسه کړې چې په دوو برخو کې تنظیم شوی دی. په لومړۍ برخه کې د حکومت بڼه د سولې حکومت غوره شوی او له کومو جزیاتو ورکولو پرته پکې ویل شوي چې د دې بڼې حکومت په صورت کې باید د اوسني جمهوریت ټول بنسټونه او رهبري په واک کې پاتې شي. په دویمه برخه کې چې ګڼ توضیحات يې په اړه ورکړل شوي او د جمهوري ریاست غبرګون يې پارولی، ویل شوي که د حکومت بڼه انتقالي وي، نو د نظام بڼه باید بدلون ومومي.
د جمهوري ریاست دویم مرستیال سرور دانش نن پر خپله فېسبوکپاڼه کې پر دې طرحې یو لنډ نقد کړی او په هغه کې يې ویلي دي چې په دې طرحه کې د بېلابېلو نظریاتو او طرحو ترمنځ اصولا هېڅ ډول کوم توحید او انسجام نه ترسترګو کېږي. د ښاغلي دانش په وینا، تخنیکي ډله نه ده توانیدلې چې یوه توحید شوې طرحه وړاندې کړې. نوموړي ویلي دي، د سولې حکومت طرحه چې د جمهوری ریاست طرحه ده او په سر کې ورته ځای ورکړل شوی، امتیازات يې نه دي برجسته شوي او کم لاس نیول شوې، خو په مقابل کې د انتقالي دولت طرحه چې دویمه درجه طرحه ده او تر ډېره د زلمي خلیلزاد د طرحې په محور راڅرخي، په بشپړ ډول د هغه په اړه توضیحات ورکړل شوي او د یوې جناح او ګوند د نظریاتو ښکارندويي کوي.
دانش وايي چې د سولې هوکړه لیک طرحه د همدې نیمګړتیاوو له کبله د ستانبول ناستې ته د وړاندې کولو وړ نه دی او باید له سره ورباندې غور وشي.
د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا طرحه په داسې حال کې شریکېږي او په اړه يې غبرګونونه ښودل کېږي چې طالبانو ویلي لا هم د امريکا له خوا پر ورکړل شوې طرحې په غور بوخت دي او له دې کبله نه شي کولای چې په ټاکل شوې نېټه په غونډه کې ګډون وکړي.
یو شمېر شنونکي اندېښنه څرګندوي چې هسې نه طالبان په دې څرګندونو سره دا هوډ ولري چې د ځینو امتیازاتو د ترلاسه کولو لپاره د ستانبول ناسته له ستونزو سره مخ کړي، خو دا هغه څه دي چې وخت به يې څرګند کړي.
افغانان چې د جګړو او تاوتریخوالي اصلي قربانیان دي او د ستانبول غونډې ته د يو ښه او غوره فرصت په سترګه ګوري، په دې نظر دي چې ښکېل لوري او بېلابېل اړخونه باید د هېواد او خلکو لوړو ګټو ته په پام، له دې فرصت نه د خپلو شخصي او ډله ييزو ګټو د خوندي کولو لپاره استفاده ونه کړي او په صادقانه ډول سولې ته ژمن شي.
سربېره پر دې خلک د جمهوریت له اړخ نه دا غواړي چې د يوې دایمي او رښتينې سولې د رامنځته کېدو لپاره له داخلي کړکېچ نه په تېرېدو، له داسې يوې طرحې سره په ستانبول ناسته کې ګډون وکړي چې په هغه کې د ډلو او اړخونو نه بلکې د ټول ولس خوښه او غوښتنې شاملې وي. د ولس لومړنۍ غوښتنه اوربند ده او هره هغه طرحه چې په رښتيني توګه وکولای شي دې غوښتنې ته عملي بڼه ورکړي، کار پرې وشي.
خلک وايي د موقتي، ډله ييزو او ګوندي ګټو خوندي کول به نه یوازې دا چې طرحې او لوري به په ناستو کې کمزوري وښايي او له ناکامۍ سره به يې مخ کړي، بلکې وضعیت به لا نور هم پسې ترینګلی کړی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA