ads

څلورو ولایتونو ته مرستیالانې وټاکل شوې

د افغانستان د سیمه‌ییزو ارګانونو خپلواکه اداره څلورو ولایتونو ته د ښځینه مرستیالانو ټاکل کېدو خبر ورکوي.

محمدخان بریال
24 وری 1400
څلورو ولایتونو ته مرستیالانې وټاکل شوې

له دې ادارې څخه پرون ناوخته خپره شوې خبرپاڼه وایي، د سمه‌ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې او د جمهوري ریاست په وړاندیز د بېلابېلو حکمونو له مخې، الينا راسي د ميدان وردک، زينب افغان د خوست، سلیمه نيکبين د کابل او نجيبه قريشي د فارياب ولايت د ټولنيزو مرستيالانو په توګه ګمارل شوې دي.
افغان حکومت تېر کال د چنګاښ په میاشت د ۳۴ ولایتونو لپاره د ښځینه مرستیالانو د ټاکلو پرېکړه وکړه، چې تر اوسه یې د ډېرو ولایتونو لپاره مېرمنې د مرستیال والي په توګه ټاکل شوې دي.
د حکومت په وینا، دا پرېکړه یې د ښځو چارو وزارت او اړوندو بنسټونو په غوښتنه ترسره کړې ده.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA