له دغه وزارت څخه د سه شنبې په ورځ په خپره شوې خبرپاڼه کې دا ادعا شوې ده.
خبرپاڼه زیاتوي چې دغه ماینونه طالبانو د کندهار په ارغنداب ولسوالۍ کې د ملکي خلکو د وژلو او ناوړه فعالیتونو لپاره ځای پر ځای کړي وو.
په ورته وخت کې دفاع وزارت وایي چې د هرات په شنډنډ ولسوالۍ کې یې د طالبانو د موټر بم برید مخه نیولې ده.
د وزارت په وینا، طالبانو غوښتل چې په دې سره د امنیتي سرتېرو پر پوسته موټر بم برید ترسره کړي.
طالبانو بیا تر اوسه په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی.


