ads

په درېیو ولایتونو کې ۳۴ طالبان وژل شوي

د افغانستان دفاع وزارت په درېیو ولایتونو کې طالبانو ته د درنې مرګ ژوبلې اوښتو خبر ورکوي.

محمدخان بریال
24 وری 1400
په درېیو ولایتونو کې ۳۴ طالبان وژل شوي

له دغه وزارت څخه خپره شوې خبرپاڼه وایي، افغان هوایي ځواکونو د هلمند په ناوې ولسوالۍ، د بغلان په دهنه غوري او د ارزګان په خاص ارزګان ولسوالۍ کې پر طالبانو هوایي بریدونه ترسره کړي دي.
د خبرپاڼې په وینا، په دغو بریدونو کې ۳۴ طالبان وژل شوي او ۱۴ نور ټپیان شوي دي.
سرچینه زیاتوي، د دغو بریدونو پر مهال د طالبانو ګڼې وسلې او نظامي وسایل هم له منځه وړل شوي دي.
طالبانو بیا په دې اړه څه نه دي ویلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA