طالبان: د اپرېل پر ۱۶مه د ترکیې په ناسته کې ګډون ته چمتو نه یو

د طالبانو د قطر دفتر ویاند محمد نعیم پرون ناوخته رسنیو ته په رالېږلي غږیز پیغام کې ویلي چې دغه ډله د روانې اپرېل میاشتې پر ۱۶مه د ترکیې په ناسته کې ګډون نه شي کولی.