د نوموړي په وینا، د دې ناستې په تړاو د طالب مشرانو مشورې روانې دي او دا مسله د دوی تر بحث لاندې ده.
هغه زیاتوي، هر کله چې طالبانو په دې اړه پرېکړه وکړه، تر هغه وروسته به شوې پرېکړه له خلکو سره شریکه کړي.
که څه هم طالب مشرانو د استانبول په ناسته کې د خپل نه ګډون دلیل نه دی روښانه کړی ، خو ویل کېږي چې طالبانو په دې ناسته کې د خپل ګډون لپاره نوي شرطونه وړاندې کړي دي.
د سرچینو په وینا، طالبان به تر هغه په دې ناسته کې ګډون ونه کړي، څو د اووه زره طالب بندیانو خوشي کېدل او د امریکایي سرتېرو وتل عملي نه شي.
خو افغان حکومت بیا د نورو طالب بندیانو پر نه خوشي کېدو ټینګار کوي.


