ads

طالبانو په ۲۲ ورځو کې ۶۰ ملکي وګړي وژلي

کورنیو چارو وزارت د وري یا حمل میاشتې له لومړۍ نېټې بیا د همدې میاشتې تر ۲۲ مې د طالبانو په ماین چاودنو کې د ګڼو ملکي وګړو د مرګ ژوبلې خبر ورکوي.

محمدخان بریال
24 وری 1400
طالبانو په ۲۲ ورځو کې ۶۰ ملکي وګړي وژلي

د دغه وزارت ویاند طارق ارین وایي، په همدې موده کې د یادې ډلې په ماین چاودنو کې ۶۰ ملکي وګړي وژل شوي او د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۶۴ نور ټپیان شوي دي.
د ارین په وینا، د ملکي وګړو د وژنې دا شمېر ښيي چې د تېر کال په پرتله د ملکي وګړو مرګ ژوبله ډېره شوې ده.
نوموړی زیاتوي، پر دې سربېره چې طالبانو له امریکا سره اوربند اعلان کړی، خو د ملکي وګړو وژلو ته دوام ورکوي.
طالبانو که څه هم تر اوسه په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی، خو تر دې وړاندې یې د ملکي وګړو وژل او ټپي کول رد کړي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA