ads

سروردانش د مصالحې شورا طرحه له سپکاوي ډکه وبلله

د مصالحې د عالي شورا له لوري د سولې هوکړې د متن تر خپرېدو وروسته د جمهور رییس دویم مرستیال سرور دانش دا طرحه د جمهور رییس طرحې ته سپکاوی بللی دی.
هغه زیاته کړې چې په دې طرحه کې تر ډېره د یوې ډلې لیدلوری ځای پر ځای شوی او د جمهور رییس طرحه پکې نه ده څرګنده شوې.

محمدخان بریال
24 وری 1400
سروردانش د مصالحې شورا طرحه له سپکاوي ډکه وبلله

د دانش په خبره، د مصالحې شورا په طرحه کې د جمهور رییس او حکومت طرحې ته سپکاوی شوی او په وینا یې، د ټولو د هوکړې اړوند طرحه باید دویم ځلي په غوره سره چمتو شي.
نوموړی همدارنګه وایي، د مصالحې شورا په طرحه کې باید ټول نظریات په واحده بڼه ځای پر ځای شوې وای، خو په اوسنۍ طرحه کې د راتلونکې نظام لپاره څو ټاکنې یادې شوې او نیمګړتیاوې یې نه دي روښانه شوې .
په ورته وخت کې د جمعیت ګوند مشر عطامحمد نور د دانش د څرګندونو په غبرګون کې نن د سولې په تړاو غونډې ته وویل چې د مصالحې شورا ته سپارل شوې طرحه شخصي نظر نه دی، بلکې دا طرحه د خلکو او سیاسي حزبونو د لیدلورو پر اساس جوړه شوې ده.
د یادولو وړ ده چې په دې طرحه کې دايمي اوربند، له اسلامي اصولو سره سم سياسي مشارکت، د انتقالي ادارې جوړېدل، سولې ته د رسېدو لپاره ګډ‌ کار، له هر ډول تبعیض پرته د افغانانو مساوي حقونه او يو شمېر نور موارد ذکر شوي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA