ads

د تخار د امنیت امر ووژل شو

د تخار ولایت سیمه‌ییز چارواکي په وسله وال برید کې د تخار د امنیت امر د وژل کېدو خبر ورکوي.

محمدخان بریال
24 وری 1400

د دغه ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند خلیل اسیر د سه شنبې په ورځ کلید ته وویل، تېره شپه ۱۱ بجې او ۳۰ دقیقې د یو تن د وژل کېدو خبر ورکړل شوی و او پولیس په همدې هدف د څېړنو لپاره سیمې ته تللي وو.
هغه زیاتوي، د تخار د امنیه قومندانۍ د امنیت امر ابراهیم دوراندېش هم له پولیسو سره مل و، چې د قاتل د ډزو په پایله کې لومړی ټپي او وروسته یې په روغتون کې ساه ورکړه.
ده همدارنګه وویل، قاتل په یوې هټۍ کې پټ و او په متقابلو ډزو کې هغه هم وژل شوی دی.
د تخار د امنیه قومندانۍ ویاند وایي، دا قضیه بشپړه جنایي ده او په تړاو یې د دوی څېړنې روانې دي.
د نوموړي د وژل کېدو په تور یوه مېرمن هم نیول شوې ده.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA