د هغه په خبره، د طالبانو داسې بندیان هم شته چې د بنده موده یې دوه کاله وړاندې پوره شوې، خو اوس هم بندیان دي او د پوښتنې څوک یې نشته.
داودزي زیاته کړه چې د بندیانو ازادول د باورجوړونې او نرمښت رامنځته کېدو لامل کېږي.
نوموړی پر داسې مهال د بندیانو پر خلاصون ټینګار کوي چې د سرچینو په وینا، طالبانو د استانبول په کنفرانس کې د ګډون لپاره د خپلو بندیانو ازادېدل او د امریکایي ځواکونو وتل شرطونه یاد کړي دي.
طالبانو په رسمي ډول دغه مسله نه ده تایید کړی، خو ویلې یې دي چې د اپرېل پر ۱۶مه په دې ناسته کې برخه نه شي اخیستلی.


