ads

جمهور رییس: طالبان دې د روژې په میاشت کې جګړه ودروي

جمهور رییس محمد اشرف غني د روژې میاشتې د مبارکۍ په پیغام کې ویلي، دنده یې دا ده چې د سولې له اوسني رامنځته شوي فرصت څخه په تدبیر داسې ګټه واخلي، څو په هېواد کې د تلپاتې سولې او امن لامل شي.

محمدخان بریال
24 وری 1400
جمهور رییس: طالبان دې د روژې په میاشت کې جګړه ودروي

هغه زیاته کړې، افغان حکومت هڅه کوي چې د ملي اجماع له لارې په هېواد کې روانه جګړه پایته ورسوي.
نوموړي په ورته وخت کې له طالبانو هم غوښتي چې روژې میاشتې ته په درناوي د افغانانو برحقې غوښتنې ته لبیک ووایي، له جګړې او تاوتریخوالي لاس واخلي او اوربند وکړي.
طالبانو بیا تر اوسه د جمهور رییس څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی.
د سولې په تړاو په کور دننه او په نړيواله کچه دا هڅې پر داسې مهال روانې دي چې د سرچينو د معلوماتو له‌مخې ټاکل شوې د استانبول ناسته د اپرېل په ۱۶مه نېټه وشي.
باورونه دا دي چې د استانبول په ناسته کې به د افغانستان د سولې پروسه او راتلونکی برخليک په ډاګه شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA