دوی ټينګار کوي، د ښځو انساني حقوق بايد تامين او ترڅنګ یې د تېرو دوو لسیزو لاسته راوړنې بايد خوندي شي.
د ځوانو ښځو ملي اجماع د غړو په وينا، دوی په هېواد کې د اوربند او رڼو او عادلانه ټاکنو له لارې د نوي حکومت د رامنځته کېدو غوښتوونکي دي.
نګينه ياري وويل:
«موږ د ښځو انساني حقوق بايد تامين او ترڅنګ یې د تېرو دوو لسیزو لاسته راوړنو د خوندي پاتې کېدو غوښتوونکي يوو، د سولې په هوکړه کې بايد د رهبرۍ په کچه د ښځو ونډه واضح شي او راتلونکي حکومت کې بايد ښځې ۳۵سلنه ونډه ولري.»
د ځوانو ښځو ملي اجماع غړې او د ټيفا د خپرونو رییسه صغرا سادات بيا وايي، دوی اندېښمنې دي چې د سولې په پروسه کې د ښځو لاسته راوړنې قرباني نهشي.
هغې زياته کړه، ښځو ته بايد د سولې په ټولو اصلي او تصميم نيونکو غونډو کې ونډه ورکړل شي او غوښتنې یې د سولې په هوکړهليک ځای پر ځای شي.
سادات وويل:
«موږ په دې اړه اندېښنه لرله چې د سولې په پروسه د ښځو لاسته راوړنې قرباني نهشي، نو ځکه نن سره راټول شوي يوو، ښځې نهبايد په حاشيه کې وي، ښځو ته بايد د سولې په ټولو اصلي او تصميم نيونکو غونډو کې ونډه ورکړل شي»
د مشرانو جرګې غړې انارکلي هريار بيا وايي، سوله هغه مهال ټينګېدی شي چې د ښځو او لږګکيو غږ واورېدل شي او ورته عملي بڼه ورکړل شي.
دا زياتوي، د سولې په خبرو کې بايد اوسنی سياسي نظام، د تېرو شلو کلونو لاسته راوړنې او د اساسي قانون لهمخې د هېوادوالو حقوق او وجايب خوندي پاتې شي.
د هنريار په خبره، هيله لري چې د استانبول په ناسته کې هر څه مبهم نهبلکې، واضح او اګاهانه وي.
هغې وويل:
«د سولې په خبرو کې بايد افغانستان اوسنی سياسي نظام، د تېرو شلو کلونو لاسته راوړنې او د اساسي قانون لهمخې د هېوادوالو حقوق او وجايب خوندي پاتې شي.»
پر دې سربېره د ټاکنیزو شکايتونو خپلواک کمېسيون رییسه زهره بيان شينوارې بيا وايي، ښځو شته لاسته راوړنې په ډېرو کړاونو او ستونزو سره ترلاسه کړي او دوی د خپل د حق او حقوق غوښتوونکي دي.
دا زياتوي، دوی به هېڅ کله شاته ونهګرځي.
شينوارې وويل:
«د افغانستان ښځو شته لاسته راوړنې په ډېرو ستونزو او کړاوونو ترلاسه کړې دي او زموږ شعار هم دا دی چې موږ شاته نهګرځو.»
دا لومړۍ ځل نهدی چې ښځې د سولې په پروسه کې د خپلو حقونو او لاسته راوړنو پر خوندي پاتې کېدو ټينګار کوي، بلکې تر دې مخکې هم دا اندېښنې او غوښتوونې موجودې وې.
حکومت بيا وار وار سره ټينګار کړی چې دوی به د سولې په پروسه کې د ښځو له حقونو او لاسته راوړنو دفاع وکړي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ