ads

زرګونه ننګرهار میشتو د یوې ولسي غونډې پرمهال له افغان ځواکونو او د جمهوریت ملاتړ اعلان کړ

ننګرهار کې زرګونه خلکو د یوې راټولیدنې پرمهال له وسله والو طالبانو وغوښتل چې د روژې مبارکې میاشتې په مناسبت اوربند وکړي.

جان اغا صالح
23 وری 1400
زرګونه ننګرهار میشتو د یوې ولسي غونډې پرمهال له افغان ځواکونو او د جمهوریت ملاتړ اعلان کړ

د غونډې ګډونوالو د سولې په برخه کې د روانو مذاکراتو پر ګړندیتوب او اوربند هم ټینګار درلود.

دوی دوشنبه د جلال اباد ښار په شیرزي لوبغالي کې له جمهوریت او افغان ځواکونو ملاتړ وکړ او له حکومت او نړیوالو يې وغوښتل چې په هېڅ صورت ورته په تېرو شلو کلونو معامله د منلو نه ده.

د ولایتي شورا غړي اسرار الله مراد د جګړې له ښکېلو خواوو غواړي څو د روژمې مبارکې میاشتې په په درناوي جګړه بنده کړي.

«مونږ له وسله والو طالبانو غواړو چې د روژې مبارکې میاشتې په درناوي دې اوربند وکړي او روانه جګړه دې پای ته ورسوي او هم دې د سولې په خبرو کې د تیرو کلونو لاسته راوړنې له پامه نه غورځل کیږي ځکه دا لاسته راونې مونږ په ډیرو سختیو لاسته راوړي او نه غواړو معامله پرې وشي.»

د غونډې ګډونوالو هم د سولې په برخه کې د روانو مذاکراتو پر ګړندیتوب او اوربند ټینګار درلود.

په ورته مهال دې غونډې ته د وینا پرمهال په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو استازي عبدالروف شپون له خلکو وغوښتل چې ټول د نظام او جمهوریت د بقاء او پايښت لپاره یو لاس شي او اجازه دې نه ورکوي چې افغانستان بیا د نړیوالو له نظره ولویږي.

«مونږ له وسله والو طالبانو هم غواړو چې اوربند وکړي او پر خلکو دې د زور حکومت نه کوي ځکه په زور هیڅ وخت حکومت نه کیږي، نو د ولس غوښتنه دا ده چې طالبان دې خپلې طرحې او وړاندیزونه له مونږ سره شریک کړي ترڅو ورته د حل لاره ولټوو، خو په زور هیڅ هم نه کیږي.»

دیني عالم داوود مجاهد بیا د غونډې پرمهال له وسله والو طالبانو وغوښتل چې روانه جګړه ودروي او د خبرو له لارې خپلې غوښتنې له افغان حکومت سره په سوله ییز ډول شریکې کړي.

«مونږ سوله غواړو نور له جنګ ستړې شوي یو، نو په دواړو اړخونو مو غږ دا دی چې سوله وکړي او روانه جګړه دې ودروي ترڅو په هیواد کې د بې ګناه افغانانو له وینې تویدنې مخنیوی وشي.»

دې غونډه کې د کورنیو چارو سرپرست وزیر هم ګډون کړی وو.

د کورنیو چارو سرپرست وزیر حیات الله حیات د خپلې وینا پر مهال وویل، افغانانو د نظام د نشتون ترخې تجربې یې لیدلي او بیا نه غواړي، تیر وخت ته بیرته ور وګرځي.

«مونږ نه غواړو بیا افغانستان د سیمې د استخباراتو لاس ته ولویږي او خپلې ناکردې پر مونږ افغانانو وکړي، د سیمې هیوادونه بیا غواړي اوهڅه کې دي چې د ډاکتر نجیب الله د واکمنۍ تاریخ بیا تکرار کړي، خو مونږ دښمن ته وایو چې خپل خوب دې اوبو ته ووایې.»

ولسي خلک داسې مهال له ښکیلو اړخونو د اوربند غوښتنه کوي، چې د یک شنبې په ورځ ملي روغې جوړې عالي شورا د سولې مسودې طرحه وروستۍ کړې او ټاکل شوې چې د اپریل په ۱۶ مه نېټه د ترکیې په ناسته کې وړاندې شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA