تېره شپه د ازادو سیالیو دوو مخکښو افغان لوبغاړو هر یو واحد نژند او عبدالسمیع فیضي په مسکو له خپل روسي سیالانو سره مخ شول.
لومړۍ لوبه د واحد نژد وه چې له خپل روسي سیال سره تر درېیم راونډ پورې یې مقاومت وکړ او د ډېرو نمرو په لرلو سره یې بریا خپله کړه.
ورپسې بل افغان لوبغاړي عبدالسمیع فیضي له خپل سیال سره ډېره په زړه پورې لوبه وکړه چې دواړو لوبغاړو تر وروستي هڅې د بریا هڅه وکړه؛ خو افغان لوبغاړي عبدالسمیع فیضي د دوو میدانونو په ګټلو سره یاده لوبه وګټله.
دواړو لوبغاړو افغانانو ته د یووالي پیغام ورکړ او ویي ویل چې یو پښتون او بل تاج افغان خپلو هېوادوالو ته د خوښۍ شېبې ورکړې.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ