ads

ډاکټر عبدالله له حامد کرزي سره د طرحې په تړاو خبرې کړې دي

د ملي مصالحې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله پرون مازیګر د هېواد له مخکېني جمهور رییس حامد کرزي سره لیدلي، دواړو د طرحې په اړه او د ترکیې تر غونډې وړاندې د ملي اجماع په اړتیا غږېدلي دي.

شمس الرحمن شمس
23 وری 1400
ډاکټر عبدالله له حامد کرزي سره د طرحې په تړاو خبرې کړې دي

د مصالحې عالي شورا څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې پدې لیدنه کې د سولې په برخه کې په وروستیو پرمختګونو او بدلونونو، د استانبول ناستې ته د افغانستان اسلامي جمهوریت له لورې پر پشنهادي طرحې او پدې ناسته کې په همغږۍ او ملي اجماع بحث او د نظرونو تبادله وشوه.

دا لیدنه داسې مهال کېږې چې د افغانستان د روغې جوړې عالي شورا خبر ورکوي چې ځانګړې کومېټې یې د سولې طرحې مسوده له خپل لوري وروستۍ کړې او ورسپارلې یې ده.

د دغې شورا په وینا طرحه کې په ټولیز ډول د افغانستان اسلامي جمهوریت، د افغانانو پر بنسټیزو او اساسي حقونو، د بشر حقونو، د رایو له لارې د یوه کس پر ټاکنو، په نظام کې د ټولو پر عادلانه او معناداره ګډون، په هېواد کې د تاوتریخوالي او جنګ پر ختمېدو او د سولې هوکړې د پلي کولو په برخه کې د سیمي او نړۍ پر قوي ضمانت ټینګار شوی.

که څه په رسمي توګه د ترکیې ناستې د نېټې په تړاو څه نه دی ویل شوي، خو ځینو سرچینو رسنیو ته ویلي چې یاده ناسته به د اپریل میاشتې پر ۱۶مه نېټه ترسره شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA