د امنیه قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز وایي، نن سهار ترهګرو د کابل ولایت پغمان ولسوالۍ په مربوطاتو کې یو مقناطیسي ماین د ملکي مرګ ژوبلې په هدف ځای پر ځای کړی و، د کابل پولیسو لخوا کشف او شنډ کړل شو.
د نوموړي په وینا ماین په یوې پلاستکي کڅوړه کې اعیار شوی و.
امنیتي چارواکي دا د وسلوالو طالبانو کار بولي؛ خو یادې ډلې تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ویلي.


