په کابل کې د ملګرو ملتونو د استازولۍ یا یوناما دفتر پر خپله ټوېټر پاڼه د دغه خبر پخلی کړی او په جلا ټېوټونو کې یې ویلي چې مېرمن دیبورا لاینز له جمهور رییس محمد اشرف، د مصالحې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله او د سولې په چارو کې د دولت وزارت وزیر سید سعادت منصور نادري سره په ترکیې کېدونکې ناستې په اړه خبرې کړې دي.
په دې لیدنه کې د یوناما دفتر مشرې په افغانستان کې د تاوتریخوالي پای ته رسېدو په تړاو ټینګار وکړ او د مصالحې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله څخه یې وغوښتل چې د سولې لپاره هڅې ګړندۍ او د ترکیې ناستې لپاره د افغان مشرانو واحد لیدلوري لپاره کار وکړي.
نوموړې همدارنګه د سولې په چارو کې د دولت وزیر سید سعادات منصور ناردي سره په خبرو کې ټینګار کړی چې د سولې په دغه پروسه کې باید د ښځو، ځوانانو، قربانیانو او مدني ټولنو غږونه واوریدل شي.
دا لیدنه داسې مهال کېږې چې د افغانستان د روغې جوړې عالي شورا د ځانګړې کومېټې د یکشنبې ورځ د سولې طرحې مسوده وروستۍ کړه او د مصالحې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله ته یې وسپارله.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

