له دغه وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر په کابل کې د هند له سفیر سره د دوه اړخیزو اړیکو پر پیاوړتیا او د افغان سولې په اړه د ورستیو پرمختګونو په تړاو غږېدلی دی.
خبرپانه وایي، چې د بهرنیو چارو وزیر په استانبول کې د افغان سولې په تړاو کېدونکې ناستې لپاره په چمتوالي وغږېد او د سولې خبرو د بریا لپاره د سیمه ایزې او نړیوالې اجماع په پیاوړتیا کې د هند جامع او رغنده رول باندې ټینګار وکړ.
خبرپاڼه زیاتوي چې دواړو لوریو د افغان سولې پروسې ورستیو پرمختګونو، په افغانستان کې پر تلپاتې او عادلانه سولې خبرې کړي او د سولې لپاره د دواړو هېوادونو ترمنځ پر همکارۍ ټینګار کړی.
ټاکل شوې د افغان سولې په تړاو د اپریل میاشتې په اوږدو کې د ترکیې په استانبول کې یو ناسته ترسره شي چې پکې به افغان حکومت، طالبان، د سیمې او نړۍ یو شمېر استازي برخه واخلي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


