ads

په ارزګان کې ماین چاودنې دوو تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده

د ارزګان ولایت سیمه ییز چارواکي وایي، د یکشنبې مازیګر ناوخته د ترینکوټ ښار اړوند سرچغلو سیمه کې پر یوه عراده موټر نښلوونکي ماین چاودنه کړې چې په ترڅ کې دوو تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

شمس الرحمن شمس
23 وری 1400
په ارزګان کې ماین چاودنې دوو تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده

د ارزګان سرپرست والي نعمت الله بختیار کلید ته وویل چې په چاودنه کې یوه تن ژوند بایللی او یو بل ټپي شوی دی.

په ورته وخت کې د ترينکوټ د ولايتي روغتون مشر امين الله توخي کليد ته وويل د پېښې له ځاي څخه ۵ کسان ور وړل شوي چې يو یې ژوند بایللی او ۴ نور ټپیان دي.

نوموړی د پېښې قربانيان ۳ پولیس او ۲ ملکي کسان یادوي.

بلخوا يو سرچينه وايي، په چاودنه کې ۲ کسان وژل شوي او د قومي مشر حاجي شاه محمد د زوی په ګډون ۲ نور ټپيان شوي دي.

تراوسه د يادې پېښې مسووليت کومې وسله‌والې ډلې نه دی منتلی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA