د امنیه قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز کلید ته وویل، تېره شپه د کابل ښار د پنځمې امنیتي حوزې اړوند په قلعه کاشف سیمه کې دوو وسلوالو طالبانو د عامه خدمتونو پر یو کارمند برید وکړ او هغه یې وواژه چې وروسته د پولیسو له متقابل برید سره مخ شوي او په ترڅ کې یو طالب ووژل شو او یو بل په ټپي حال کې ونیول شو.
دی زیاتوي چې له یادو کسانو څخه دوه میله وسله هم د پولیسو لاس ته ورغلې ده.
د یادونې وړ ده چې په دې پېښه کې دوه تنه پولیس هم سطحي ټپي شوي دي.
تر اوسه وسلوالو طالبانو په دې تړاو څه نه دي ویلي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

