د مصالحې عالي شورا ویاند فریدون خوځون کلید ته وویل، د سولې مسودې طرحې د توحید او ترتیب کمېټې غړیو د یو شمېر منظمو ناستو څخه وروسته د سولې طرحه توحید کړه او ددې طرحې توحید شوې بڼه یې د ملي مصالحې عالي شورا رییس ډاکتر عبدالله عبدالله ته ورسپارله.
خوځون زیاته کړه چې دا طرحه به لومړی د مصالحې عالي شورا د رهبرۍ کمېټې ته وړاندې کېږي او تر تصویب وروسته به دا د افغانستان د اسلامي جمهوريت واحد سند وي چې د ترکیې ناستې ته به وړاندې شي.
که څه په رسمي توګه د ترکیې ناستې د نېټې په تړاو څه نه دی ویل شوي، خو ځینو سرچینو رسنیو ته ویلي چې یاده ناسته به د اپریل میاشتې پر ۱۶مه نېټه ترسره شي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

