ads

دفاع وزارت: په کندهار او ارزګان ولایتونو کې ۳۲ تنه طالبان وژل شوي

دفاع وزارت په کندهار او ارزګان ولایتونو کې د ۳۲ تنو وسلوالو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکوي.

شمس الرحمن شمس
22 وری 1400
دفاع وزارت: په کندهار او ارزګان ولایتونو کې ۳۲ تنه طالبان وژل شوي
کندهار

له دغه وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې تېره ورځ امنیتي ځواکونو په کندهار او ارزګان ولایتونو کې د هوایي قواوو په ملاتړ عملیات ترسره کړي دي چې په ترڅ کې یې ۴۸ تنو طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د خبرپاڼې له مخې دفاعي او امنیتي ځواکونو د هوایي قواوو په ملاتړ، د کندهار ولایت په شاه ولیکوټ او ژیړۍ ولسوالیو کې د عملاتو پر مهال ۱۸ تنه طالبان وژلي او لس تنه نور یې ټپیان کړي دي.

په ورته مهال دفاع وزارت وایي، افغان ځواکونو د ارزګان مرکز ترینکوټ او دهراوود ولسوالۍکې هم عملیات کړي چې په پایله کې ۱۴طالبان وژل شوي او ۶تنه نور ټپیان شوي دي.

خبرپاڼه زیاتوي چې په یادو عملیاتو کې د وسلوالو طالبانو یو شمېر پټنځایونه، یوه اندازه وسلې او مهمات هم له منځه وړل شوي دي.

وسله‌والو طالبانو تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ویلي

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA