له ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي، چې دواړو لورویو په ترکیه کې د جوړېدونکي کنفرانس، د هغه د مهالوېش، د یاد کنفرانس ګډونوالو د لېست پر نهایي کولو او وروستیو تیاریو په اړه مفصل بحث او خبرې کړې دي.
په ورته مهال خلیلزاد همدارنګه د مصالحې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله سره هم لیدلي دي.
د دې شورا ویاند فریدون خوځون وایي، چې په یاده ناسته کې زلمي خلیلزاد د افغان سولې څخه د ملاتړ ډاډ څرګند کړی او ویې ویل چې له سولې وروسته به هم امریکا له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکوي.
غږ
داسې ویل کېږي چې زلمی خلیلزاد د ترکیې ناستې په اړه کابل ته د سلا مشورو لپاره راغلی دی.
که څه په رسمي توګه د ترکیې ناستې د نېټې په تړاو څه نه دی ویل شوي، خو ځینو سرچینو رسنیو ته ویلي چې یاده ناسته به د اپریل میاشتې پر ۱۶مه نېټه ترسره شي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

