ads

کابل ته د زلمي خلیلزاد سفر او د شنونکو تحلیلونه

په داسې حال کې چې د ترکیې ناستې لپاره د ګوتو په شمار ورځې پاتې او د مصالحې عالي شورا له‌خوا د حکومت له ادرسه دغې ناستې ته د سولې طرحه هم نهايي شي، د افغان سولې لپاره د امريکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد بيا کابل ته راغلی او دلته یې له جمهور رییس محمد اشرف غني او د مصالحې عالي شورا له رییس عبدالله عبدالله سره کتلي.

منصور یوسفزی
21 وری 1400
کابل ته د زلمي خلیلزاد سفر او د شنونکو تحلیلونه

د ارګ له‌خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، جمهور رییس غني او زلمي خلیلزاد په دغه کتنه کې د سولې بهير د انکشافاتو او د ترکیې ناستې د تياريو په اړه خبرې کړې دي.

د چارو شنوونکي بيا د زلمي خليلزاد د سفر او د مصالحې عالي شورا له‌خوا د ترکیې ناستې لپاره د طرحې نهايي کېدو په تړاو بېلابېل نظرونه لري.

د چارو شنوونکی ضمير ساپی وايي، هېواد ته د زلمي خليلزاد سفر او يا هم د سولې لپاره چې بل هر ګام پورته کېږي، مهم او اغېزناک دی.

هغه زياته کړه، سولې ته د رسېدو لپاره بايد ټول اړخونه خپلې هڅې لا ګړندۍ کړي.

ساپي وويل:

«د سولې لپاره که هغه د زلمي خليلزاد سفر وي او يا هم کوم بل اقدام، مهم او ګټور تمامېدای شي، سولې ته د رسېدلو لپاره بايد ټولې خواوې او اړخونه بايد خپلې هڅې لا ګړنۍ او زياتې کړي.»

بل‌خوا ټاکل شوې وه چې ممکن د شنبې پر ورځ د مصالحې عالي شورا له‌خوا د ترکیې ناستې لپاره د سولې طرحه هم نهايي شي.

د مشرانو او ولسي جرګې يو شمېر غړي بيا وايي، خوشبين دي چې د مصالحې عالي شورا له‌خوا به داسې طرحه وړاندې شي چې ټول خواوو ته د منلو وړ وي.

د مشرانو جرګې غړي صفي‌الله هاشمي کليد ته وويل، دا طرحه د ټولو افغانانو برخليک پورې تړاو لري، نو پر همدې اساس بايد داسې واحده طرحه ترتيب شي چې د نظر يووالی په‌کې موجود وي.

هاشمي وويل:

«کوم طرحه چې ټاکل شوې د مصالحې عالي شورا له‌خوا نهايي شي، دا د ټولو افغانانو د برخليک پورې تړاو لري، بايد په دغه طرحه کې د نظر وحدت او يووالی موجود وي، په طرحه کې بايد د خلکو لاسته راوړنې او حقوق په پام کې ونيول شي.»

په ولسي جرګه کې د بلخ د خلکو استازی رییس عبدالخالق بيا وايي، داسې طرحه بايد ترتيب شي چې د افغانانو په ګټه وي او اوربند بايد د اساسي شرط په توګه په‌کې مطرح شي.

«په نننۍ غونډه کې داسې کسانو ګډون کړی چې د افغانستان له ټولو قضاياوو سره پېژنده دي او همدې موضوع ته په کتو سره فکر کوم چې داسې طرحه دې وړاندې کړي چې د منلو وي، په دغه طرحه کې بايد د افغانانو ګټې په پام کې ونيول شي او د سولې لپاره هم ځينې شرایط وضع شي.»

پر دې سربېره د سياسي چارو شنوونکی امين‌الله شارق بيا وايي، مصالحې عالي شورا ته له بېلابېلو اقشارو څخه غړي ټاکل شوي او ښايي داسې طرحه وړاندې کړي چې اکثريته خواوو ته د منلو وړ وي.

هغه زياته کړه، افغاناند اوسني نظام او د خپلو حقوقو او وجایبو د خوندي پاتې کېدو غوښتوونکي دي او په طرحه کې بايد دا مسايل ذکر شي.

«د مصالحې عالي شورا ته له بېلابېلو قشرونو او اړخونو څخه کسان غوره شوي دي او ممکن داسې طرحه وړاندې کړي چې اکثريته خواوو ته د منلو وړ وي، ممکن حکومت هم خپل ملاحظات ولري، خو خبره دلته ده چې دا طرحه چې جوړېږي مقابل لوری چې طالب دی ايا هغوی یې مني او کنه، د هغوی په فکر کې تغییر نه‌دی راغلی او اوس هم د ټول واک غوښتوونکي دي.»

د حکومت له ادرسه د واحدې طرحې د جوړېدو په تړاو دا هڅې پر داسې مهال روانې دي چې د سرچينو د معلوماتو له‌مخې ټاکل شوې د استانبول ناسته د روانې اپرېل مياشتې په ۱۶مه نېټه وشي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA