دا په داسې حال کې ده چې په ټوله نړۍ کې په دې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر تر ۱۳۴ میلیونه ډېر شوی او تر دوه میلیونه او ۹۰۰ زره ډېر کسان دې ناروغۍ مړه کړي دي.
په ایټالیا کې د دغه ویروس له کبله د مړو شمېر ۱۱۳ زره او ۵۷۹ تنو ته رسېدلی دی.
د دې تر څنګ په برازیل کې ۳۴۸زره او ۷۱۸، په مکسیکو کې ۲۰۷زره او ۲۰، په هند کې ۱۶۷زره او ۶۴۲، په بریټانیا کې ۱۲۷ زره او ۲۴۸، په ایران کې ۶۴ زره او ۶۹ او په پاکستان کې ۱۵ زره او ۲۲۹ تنه تر دې دمه کورونا ویروس وژلي دي.
دا ناروغي د لومړي ځل لپاره په چین کې راڅرګنده شوه، چې تر اوسه یې د نړۍ په ګڼو هېوادونو کې د زرګونه کسانو ژوند اخیستی دی.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ