ads

په افغانستان کې د ښځینه خبریالان فزیکي او رواني امنیت د اندېښنې وړ دی

له ښځینه خبریالانو د ملاتړ مرکز د شنبې په ورځ « د ښځینه خبریالانو د رواني او فزیکي امنیت» تر عنوان لاندې په سیمینار کې خپلې اندېښنې له امنیتي ادارو سره شریکې کړې. د دغه مرکز مشرې فریدې نېکزاد په یاد سیمینار کې د خبرو پرمهال له دولت، د خبریالانو له ملاتړو بنسټونو او د […]

نویسنده: shams
21 وری 1400
په افغانستان کې د ښځینه خبریالان فزیکي او رواني امنیت د اندېښنې وړ دی
????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????

له ښځینه خبریالانو د ملاتړ مرکز د شنبې په ورځ « د ښځینه خبریالانو د رواني او فزیکي امنیت» تر عنوان لاندې په سیمینار کې خپلې اندېښنې له امنیتي ادارو سره شریکې کړې.

د دغه مرکز مشرې فریدې نېکزاد په یاد سیمینار کې د خبرو پرمهال له دولت، د خبریالانو له ملاتړو بنسټونو او د رسنیو له مسوولینو وغوښتل چې د ښځینه خبریالانو رواني او فزیکي امنیت ته دې جدي پاملرنه وکړي او د دوی لپاره دې حمایوي پروګرامونه عملي کړي.

هغې د رسنیو له مسوولینو وغوښتل چې د ښځینه خبریالانو لپاره دې یو خوندي کاري چاپیریال رامنځته او د هغوی لپاره دې کاري فرصتونه زیاد کړي.

مېرمن نېکزاد د دولت له مخالفو وسله والو ډلو هم وغوښتل چې د خبریالانو حقونو او بې پرې توب ته دې درناوی وکړي او د دوی پرضد دې تاوتریخوالی نور پای ته ورسوي.

په ورته وخت کې یو شمېر هغه ښځینه خبریالانو چې په دغه سیمینار کې یې ګډون درلود، په رسنیو کې د ښځو د کمرنګه حضور په اړه یې اندېښنه درلوده او وایي، ښځینه خبریالانې په مرکز او ولایتونو کې خوندي نه وې نو اړ شوې چې له خپل مسلک څخه لاس په سر شي.

یوه تنه خبریاله حسیبه اټکپاله چې په دغه ناسته کې یې ګډون کړی و، وایي، ناوړه امنیتي شرایط د دې لامل شول چې د رسنیو نظم له منځه ولاړ شي.

هغه د خبریالانو د ژول کېدو د قضیو نه څېړلو په اړه اندېښنه څرګنده کړه او زیاته یې کړه چې ډېری پېښې نه دي څېړل شوې او دا ددې لامل شوي چې د خبریالانو او امنیتي او کشفي ادارو ترمنځ د باور فضا له منځه لاړه شي.

بلخوا بیا د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق آرین په خبریالانو او د رسنیو په کارکوونکو بریدونه د طالبانو کار بولي او وایي، طالبان تل خبریالان او مدني فعالین په نښه کوي خو مسوولیت یې بیا نه اخلي.

هغه امنیتي او کشفي ادارې د خبریالانو د امنیت د خوندي کولو مسوول ګڼي او وایي، د کورنیو چارو وزارت تل هڅه کړې چې د خبریالانو قاتلین ونیسي او د قانون منګلو ته یې وسپاري.

خو طالبانو باید له هرې پېښې وروسته د خبریالانو په وژلو کې خپل لاس لرل رد کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د خبریالانو له حقونو د دفاع بنسټونو د راپورونو پربنسټ په تېر یو کال کې په افغانستان کې ۱۱ تنه خبریالان وژل شوي او ۵۰ تنه نور بیا له هېواده بهر تګ ته اړ شوي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA