ads

د کورنیو چارو وزارت: په هرات کې دوه تنه د نشه یي توکو په تور نیول شوي

د کورنیو چارو وزارت وایي، د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د هرات ولایت د کرخ ولسوالۍ په اړوند سیمو کې یو لړ عملیات ترسره کړي، چې په پایله کې یې دوه تنه د ۲۴ کیلوګرامه چرسو د قاچاق په تړاو چې په یو عراده موټر کې یې ځای پر ځای کړي وو، نیولي دي.

شمس الرحمن شمس
21 وری 1400
د کورنیو چارو وزارت: په هرات کې دوه تنه د نشه یي توکو په تور نیول شوي

له دغه وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه راغلي چې ملی پولیسو همدارنګه د پکتیا ولایت په احمداباد ولسوالۍ کې هم د عملیات په ترڅ کې یوه اندازه نشه یې توکي له څلور میله وسول  سره کشف او ترلاسه کړي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA