ads

د ترکیې غونډه، د سولې یوې طرحې ته اړتیا ده

تبصره ۱۰اپریل ۲۰۲۱

کلید
21 وری 1400
د ترکیې غونډه، د سولې یوې طرحې ته اړتیا ده

د مصالحې عالي شورا د ترکیې غونډې له‌پاره د سولې طرحې د ارزولو او توحید پروسه بشپړه کړې او نن به د دغې طرحه مسوده هم نهايي شي. په هغه اعلامیه کې چې د مصالحې عالي شورا خپره کړې ده، راغلي چې په دغه طرحه کې د افغانستان اسلامي جمهوریت د خوندي‌تابه، د افغانانو اساسي حقونو، بشر حقونو، د رایه‌ورکولو بهیر، په نظام کې د ټولو عادلانه ګډون، او د جګړې ختمولو له‌پاره د سیمې او نړۍ هېوادونو د قوي ضمانتونو په رامنځ ته کېدلو ټینګار او تاکید شوی دی. سربېره پر دې ویل شوي چې په دغه طرحه کې تر سولې وروسته، د نظام پر جوړښت، انتقالي دورې، حتا د انتقالي دورې پر بدیل، د انتقال دورې پر جوړښت او څرنګوالي او سولې ته د رسېدو په برخه کې ځینې موارد هم په نظر کې نیول شوي دي.

دا طرحه په داسې حال نهايي کېږي چې جمهور رییس غني د ترکیې غونډې له‌پاره د سولې خپله جلا طرحه هم اعلان کړې ده. په ورته وخت کې د حکمتیار په مشرۍ حزب اسلامي او یو شمېر نور ګوندونه بیا خپلې جلا طرحې لري چې وایي د ترکیې په غونډه کې به یې ارایه او وړاندې کړي.

دا چې په ټوله کې به دغه طرحې تر کومې کچې له یو بل سره ورته‌والی او توپیرونه ولري، لا نه‌ده معلومه، خو په کومه طرحه باندې چې د سولې عالي شورا کار کړی، تر ډېره د سولې له‌پاره د خلیلزاد وړاندې شوې طرحه ده چې حکومت ورسره موافق نه‌و او له همدې کبله یې خپله جلا طرحه وړاندې کړه. بل خوا طالبانو بیا د جمهور رییس غني طرحه رد کړې او هغه غیر عملي بولي.

په ټوله کې که څه هم همدا متفاوتې طرحې، په کور دننه د ژورو اختلافاتو او ستونزو څرګندويي کوي، خو د سولې له‌پاره لږ تر لږه د ډول ډول طرحو وړاندې کول هم، دا هیله‌ پیاوړې کوې چې ممکن د ترکیې په غونډه کې په یوه ځانګړي نچوړ د نظرونو نږدېوالی رامنځ ته او د سولې خبرو اترو اساسي مسیر روښانه شي.علاوه پر دې دا مسئله د دې څرګندويي هم کوي که چېرې افغانان وغواړي، نو کولای شي چې د سولې روان نوښت او ابتکار په خپل لاس کې ولري او د ملي ګټو په درشل کې دغه بهیر څو ګامه نور هم د بریالیتوب لور ته وکاږي.

خو له هغه ځایه چې افغان حکومت دعوه کوي، د ترکیې استانبول غونډې ته به له یوې واحدې طرحې سره ورشي، نو بیا جدي اړتیا ده چې د جمهور رییس غني ځانګړې طرحه هم په همدې طرحه کې ځای کړل شي. دا مسئله به نه‌یوازې د یوه واحد دریځ څرګندويي وکړي، بلکې له ارایه شوې طرحې څخه به د دفاع لارې چارې هم پیاوړې کړي.

که له دې هم راتېر شو، له یوې واحدې طرحې او واحد دریځ څخه د افغان حکومت راڅرګندېدل، د دې اسانتیا هم برابرولی شي چې د سولې بهیر تر بریالي کېدو وروسته، د سیمې او نړۍ په کچه د قوي ضمانتونو رامنځ ته کېدو زمینه برابر کړي؛ هغه موضوع چې هم جمهور رییس غني ورباندې ټینګار لري، هم یې لومړی مرستیال، هم د افغانستان ولس او هم د مصالحې عالي شورا په طرحه کې ورته جدي اشاره شوې ده.

دا موضوع ځکه له اهمیته ډکه ده چې د دغسې ضمانتونو له رامنځ ته کېدو پرته، هېڅوک د افغانستان راتلونکی ثبات نه‌شي تضمینولی او ښايي دا وېره یقیني شي چې ممکن افغانستان د ۹۲یمو کلونو لسیزې ته ورګرځي، نو پر همدې بنسټ افغانان له ټولو ښکېلو غاړو دا هیله او توقع لري چې د افغانستان موجوده نازک وضعیت او شرایط درک او د سولې په یوې واحدې طرحې، سره راټول شي؛ داسې یوه طرحه چې د افغانستان راتلونکی ثبات تضمین، اوربند قایم او د څو لسیزې جګړې ته د پای ټکی کېږدي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA