له دغه وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې افغان ځواکونو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د بېلابېلو بریدونو په ترڅ کې ۹۵ تنه وسلوال طالبان وژلي او ۳۹ تنه نور یې ټپیان کړي دي.
وسلوالو طالبانو ته دغه مرګ ژوبله په بغلان، تخار، بلخ، بدخشان، غزني، ارزګان، هلمند او کندهار ولایتونو کې اوښتې ده.
خبرپاڼه زیاتوي چې افغان ځواکونو د بریدونو په ترڅ کې د طالبانو یوه اندازه وسلې هم لمنځه وړل شوي دي.
وسلوالو طالبانو تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ویلي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ