له مصالحې عالي شورا څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلی چې، د طرحو د څېړلو په تړاو د کمېټې د غړو د پنجشنبې ورځې ناسته د طرحو پر توحید او نظرونو پای ته ورسېده او ټاکل شوې چې د شنبې په ورځ د سولې اړوند طرحې مسوده وروستۍ شي.
د خبرپاڼې له مخې طرحه کې په ټولیز ډول د افغانستان اسلامي جمهوریت، د افغانانو پر بنسټیزو او اساسي حقونو، د بشر حقونو، د رایو له لارې د یوه کس پر ټاکنو، په نظام کې د ټولو پر عادلانه او معناداره ګډون، په هېواد کې د تاوتریخوالي او جنګ پر ختمېدو او د سولې هوکړې د پلي کولو په برخه کې د سیمې او نړۍ پر قوي ضمانت ټینګار شوی.
د ملي مصالحې عالي شورا چمتو کېدونکې طرحه د بیلا بیلو لوریو د کابو دیرشو طرحو او نظرونو د څېړلو په پایله کې یو ځای یا تدوین کېږي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

