ads

اتمر د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له سلاکار سره خبرې کړې دي

د افغانستان بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له سلاکار دریک شولي سره د افغان سولې او د دوه اړخیزو اړیکو پر پیاوړتیا ټلیفوني خبرې کړې دي.

شمس الرحمن شمس
21 وری 1400
اتمر د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له سلاکار سره خبرې کړې دي

له دغه وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د بهرنیو چارو وزیر له نوموړي سره د سولې په بهیر کې وروستي پرمختګونو، په ځانګړې توګه په ترکیه کې د سولې مذاکراتو راتلونکي پړاو او له اساسي قانون سره سم جامع سیاسي حل ته د رسیدو لپاره د افغان حکومت د سولې پلان په اړه خبرې کړې دي.

خبرپاڼه زیاتوي بهرنیو چارو وزیر همداراز د دیموکراتیکو ارزښتونو او بشري حقونو، په ځانګړي توګه د ښځو حقونو ساتلو لپاره د افغانستان د خلکو او حکومت پر مشروع غوښتنو ټینګار وکړ.

نوموړي اتمر د آسیا زړه – استانبول پروسې د وزیرانو نهم کنفرانس پايلې د سولې بهیر په ملاتړ کې د سیمه ایزې او نړیوالې اجماع د پیاوړتیا لپاره خورا ارزښتناکه وبللې او په افغانستان کې د اوربند رامنځته کولو او تلپاتې سولې لپاره د نړیوالې اجماع د لا پياوړتيا لپاره، د افغانستان له حکومت سره د متحده ایالاتو د همکاریو دوام پر اهمیت مفصلې خبرې وکړې.

په ورته مهال د امریکا د بهرنیو چارو وزارت سلاکار په افغانستان کې د تل پاتې او عادلانه سولې لپاره د خپل هېواد د بشپړ د ملاتړ په تړاو د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر ته ډاډ ورکړ.

دا لیدنې داسې مهال کېږي چې ویل کېږې د افغانستان سولې په تړاو راتلونکې ناسته د اپریل میاشتې پر ۱۶مه نټه ترسره شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA