ads

زلمي خلیلزاد په کابل کې له ډاکټر عبدالله سره ولیدل

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد کابل ته راغلی او دلته یې د مصالحې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله سره لیدلي دي.

شمس الرحمن شمس
21 وری 1400
زلمي خلیلزاد په کابل کې له ډاکټر عبدالله سره ولیدل

د مصالحې عالي شورا وايي زلمي خلیلزاد له ډاکټر عبدالله سره د افغان سولې لپاره پر راتلونکو پړاوونو غږېدلی دی.

داسې ویل کېږي چې زلمی خلیلزاد د ترکیې ناستې په اړه کابل ته د سلا مشورو لپاره راغلی دی.دا په داسې حال کې ده چې ټاکل شوې د مصالحې عالي شورا د مشرتابه شورا غړو کمېټې لخوا د سولې طرحه وروستۍ شي او ترکیې ناستې لپاره به یوه واحده طرحه وړاندې کړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA