د کورنیو چارو وزارت: په هرات کې دوه تنه د نشه یي توکو په تور نیول شوي

د کورنیو چارو وزارت وایي، د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د هرات ولایت د کرخ ولسوالۍ په اړوند سیمو کې یو لړ عملیات ترسره کړي، چې په پایله کې یې دوه تنه د ۲۴ کیلوګرامه چرسو د قاچاق په تړاو چې په یو عراده موټر کې یې ځای پر ځای کړي وو، نیولي دي.