ads

د کابل پولیسو له یوې خونړۍ پېښې څخه مخنیوی کړی دی

د امنیه قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز کلید ته وویل ، نن سهار ۶ او ۳۰ دقیقې د کابل ښار دوېیمې امنیتي حوزې اړوند جوی شیر سیمه کې ترهګرو د ملکي مرګ ژوبلې په هدف یو کړۍ ماین ځای پر ځای کړی و، چې د کابل پولیسو لخوا کشف او شنډ کړل شو.

شمس الرحمن شمس
21 وری 1400
د کابل پولیسو له یوې خونړۍ پېښې څخه مخنیوی کړی دی

د نوموړي په خبره یاد ماین د سړک غاړې په یوه ګلدان کې ځای پر ځای شوی و.

تر اوسه معلومه نه ده چې یاد ماین د کومې وسله‌والې ډلې لخوا ځای پر ځای شوي وو.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA