د دغه ولایت د چارواکو په وینا اور لګېدنه د هرات په کمر کلاغ سیمه کې رامنځته شوې ده چې د اور وژنې ډله سیمه ته رسېدلې تر څو لګېدلی اور مهار کړي.
د هرات چارواکي د دغې اورلګېدنې لامل بې احتیاطي په ګوته کوي او وایي چې د اور کچه لوړه ده.
دا په داسې حال کې ده چې څو کاله وړاندې هم د هرات ولایت د ګازو په یوې ذخیره کې د اور لګېدلی و، چې په ترڅ کې یو شمېر کسان مړه او ټپیان شوي و او په میلیونونو افغانیو مالي زیان یې اړولی وو.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

