له دغې شورا څخه په خپره شوې خبرپانه کې راغلي چې تېره ورځ د مصالحې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله د ناټو په سازمان کې د ایټالیا دایمي استازی فرانسیسکو ماریا تالو او ورسره مل پلاوي سره ولیدل.
خبر پاڼه زیاتوي پدې لیدنه کې دواړه خواوو د سولې په هڅو، د دوحیې په خبرو اترو، د استانبول د سولې په کنفرانس او د سولې په ټنګښت کې د سیمي او نړۍ هېوادونو په رول بحث او د نظرونو تبادله وکړه.
دا په داسې حال کې ده چې د افغان سولې لپاره په ترکیه کې ځانګړې ناسته جوړیږي، ددې ناستې نېټې په اړه رسمي څه نه دي ویل شوي؛ خو یو رسنیو د ځینو سرچینو له قوله ویلي چې ټاکل شوې د اپریل میاشتې په ۱۶مه نېټه ترسره شي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

