ads

په پاکستان کې له کورونا ویروس څخه تر سلو زیات کسان مړه شوي

د رسنیو د راپورونو له مخې په پاکستان کې د کورنا ویروس څخه په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۰۵ تنو ژوند بایللی او تازه له  ۵زره څخه زیات کسان په دې وبا اخته شوي دي.

شمس الرحمن شمس
20 وری 1400
په پاکستان کې له کورونا ویروس څخه تر سلو زیات کسان مړه شوي

د پاکستان د روغتیا وزارت وایي چې په دغه هېواد کې د کورونا ویروس درېیمه څپه په تېزۍ سره روانه ده چې په دې ورستیو ورځو کې په اوسط ډول له دې وبا څخه له ۹۰ ډېر کسان مړه کېږي.

د دغه وزارت شمېر ښیايي چې پاکستان کې له دې وبا تر دا مهاله له ۱۵ زره څخه زیات کسان قرباني شوي

پاکستان چارواکي وایي د کورونا ویروس درېیمه څپه خورا خطرناکه ده او له خلکو یې غوښتي چې روغتیایي سپارښتنې په جدي توګه عملي کړي.

دا په داسې حال کې ده چې په ټوله نړۍ کې په دې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر تر ۱۳۲ میلیونه ډېر شوی او تر دوه میلیونه او ۸۰۰ زره ډېر کسان دې ناروغۍ مړه کړي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA