نوموړی وایې چې تر دې مهاله د یادو بڼونو پایلې مثبتې ارزولي؛ خو زیاتوي چې نوې پلانونه هم لرو چې په راتونکې نور نوي باغونه هم په دې ولایت کې جوړشي.
« د کرنې ریاست په ۱۳۹۹کال کې ددې ولایت په نادعلي، ناوې، ګرمسیر او نهرسراج ولسوالیو کې ۳۵۰نوې تجارتي بڼونه جوړ کړي دي چې اوس مهال هغه برګزو ته د باغدارۍ په برخه کې روزنه هم ورکول شوې او د باغونو جوړول خپل د کوکنارو ښه بدیل دی»
بلخوا بیا ددې ولایت کروندګر د کرنې د ریاست د دې هڅو ستاینه کوي هغوی وایي، چې یاد بڼونه به د کوکنارو د مخنیوي په برخه کې هم ډېر ګټور تمام شي او ددې سربېره به هغه کروندګر اقتصاد هم ددې لارې څخه پیاوړی شي.
« په دې ولایت کې د باغدارۍ له دودېدو سره سم به خلک خپله د کوکنارو له کښت څخه لاس په سرشې او هرباغ به په راتلونکې کې په لکونو لکونو پېسې وګتې او باغداري خپله د کوکنارو ښه بدیل دی ))
«زما په نظر هر اقدام چې د کرنې د ریاست له لورې د دغه ولایت د کروندګرو سره کیږي دا نه یوازې چې د کوکنارو په مخنوي کې به ګټور تمام شي بلکې د دغه ولایت دکروندګرو په اقتصاد باندې به مثبت اغیزوکړي ».
د یادولو وړ ده په دې ورستیو کې په هلمند کې یو شمېر ځمکوالو بڼوالي ته مخه کړې چې ۱۳۹۸کال هم ددې ولایت په نادعلي ولسوالۍ کې خلکو پر۵۰جریبه ځمکه باندې په خپل شخصي لګښت نوي باغونه جوړکړي وو.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ